انقرہ (پاکستان پوائنٹ نیوز۔30 جولائی۔2016) د ترکیه دوه اعلی پوځي جرنېلانو د خپلو چوكو څخه استعفیٰ وركړې ده ۔ د ترکيه خبر رسنې ادارې له مخې جنرل احسان اویار او جنرل کامل باش اوغلو د جمعې په ورځ د سپریم ملټری کونسل غونډې نه وړاندې د خپلو چوكو څخه د استعفیٰ وركولو اعلان کړے دے ۔ داسې وئيلي كېږي چې ياد شوي دواړه افسران د پوځ څخه په لويه شميره د اهلکارو او افسرانو اخوا كولو په ضد د احتجاج په توګه د خپلو چوكو څخه استعفیٰ وړاندې كړې ده ۔
د ترکيه پوځ دوه اعلی پوځي جرنېلانو استعفیٰ وركړه
9 کال لومړی