د دين اسلام د حقيقت نه ناواقف مبلغين د دعوت تر ټولو لويه مسئله ده۔ شېخ صالح بن عبدالعزيز

د دين اسلام د حقيقت نه ناواقف مبلغين د دعوت تر ټولو لويه مسئله ده۔ شېخ صالح بن عبدالعزيز

مكه مكرمه (پاکستان نیوزپوائنٹ 14 مئی 2018ء) د سعودي د اسلامي چارو او د دعوت وزير او لارښود شېخ صالح بن عبدالعزيز آل شېخ وئيلي د دين اسلام د حقيقت نه ناواقف مبلغين د دعوت تر ټولو لويه مسئله ده۔ د سعودي ځائي مېډيا له مخې په مكه مكرمه كښې د اوقاف د اسلامي وزيرانو د شورا يوولسمې غونډې ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې د جوماتونو پېغام٬ِ د اسلامي دعوت فهم٬ د اسلام پېژندګلي او د پېغمبر رحمت ﴿ص﴾ د تعارف ذمه واري په مونږ راځي۔

په اسلامي هېوادونو كښې د اسلامي چارو وزارتونو ته تر ټولو وړومبې پام جوماتونو ته كول وي۔ ده ووئيل چې د اسلامي دعوت كار لويو چېلنجونو سره مخ دے۔ تر ټولو لوي چېلنج دا دے چې د دعوت په كار كښې داسې خلق لګېدلي دي كوم چې د اسلامي شريعت نه ناواقف دي۔ هغوي د اسلامي عقائدو او په تفسير او حديث كښې د علماوو د اقوالو علم نه لري۔ هغوي په اسلام كښې د پراختيا او د نبي اسلام ﴿ص﴾ د رحمدلۍ نه واقيفيت نه لري۔ په غونډه كښې د پاكستان٬ مصر٬ اردن٬ مراكش٬ كوېټ٬ انډونېزيا او د زمبيا وزيرانو ګډون وكړو۔