د ښه کارروائیو په سوب ترهه ګري تر ډيره حده كمه شوې، افغانستان كښې د خپلو امنيتي ناکامیو تور په بل لګول د پاکستانی اولس د جذباتو مجروح کولو برابر ده، پاکستان منطقه كښې امن او استحكام لپاره امريكې سره د همكارۍ په توګه كار كولو له چمتو دے۔ د احسن اقبال د امريكې په جان هاپكنز پوهنتون كښې وېنا

د ښه کارروائیو په سوب ترهه ګري تر ډيره حده كمه شوې، افغانستان كښې د خپلو امنيتي ناکامیو تور په بل لګول د پاکستانی اولس د جذباتو مجروح کولو برابر ده، پاکستان منطقه كښې امن او استحكام لپاره امريكې سره د همكارۍ په توګه كار كولو له چمتو دے۔ د احسن اقبال د امريكې په جان هاپكنز پوهنتون كښې وېنا

واشنګټن (پاکستان نیوزپوائنٹ12اکتوبر2017ء) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي پاكستان كښې د ترهه ګرۍ په ضد د موثره او بشپړه كاروائيو په سوب ترهه ګري ډېره كمه شوې٬ نړيواله ورورولي دې په افغانستان كښې عدم استحكام څخه په پاكستان د پرېوتونكي منفي آغيز په اړه د پاكستان په اندېښنه پوهه شي٬ پاكستان تر اوسه د افغان جنګ ازغي لرې كوي ٬ پاکستان منطقه كښې امن او استحكام لپاره امريكې سره د شراكت دارۍ په توګه كار كولو له چمتو دے۔

د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال د دې خيالاتو څرګندونه په جان هاپكنز پوهنتون كښې د وېنا په مهال وكړه۔ داخله وزير د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان په كردار رڼا واچوله۔ ده ووئيل په 20 نكاتي نېشنل اېكشن پلان د عملدرآمد او د دغې له مخې د امنيتي ادارو لخوا د تر سره شوو عملياتو په سوب د ترهه ګرۍ پېښو كښې ښه كمې راغلې ۔ ده ووئيل پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په اړه نړيوال سرمايه كار دلچسپي اخلي۔

نړيواله ورورولي دې په افغانستان كښې عدم استحكام څخه په پاكستان د پرېوتونكي منفي آغيز او د پاكستان په اندېښنه پوهه شي۔ ده ووئيل پاکستان افغانستان كښې په امن او استحكام كښې خوښي لري او د سياسي تفاهم د هر اقدام ملاتړ كوي٬ او هم سياسي تفاهم سوئيلي آسيا كښې د اوږدې مودې امن او د سوكالۍ ضمانت دے۔ ده ووئيل افغانستان كښې د خپلو امنيتي ناکامیو تور په بل لګول د پاکستانی اولس د جذباتو مجروح کولو مترادف ده ۔

ده ووئيل د پاكستان اولس د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بې شمېره قربانۍ وركړې۔ ده ووئيل د افغانستان نه د روسيې پشا د تنبېدو نه پس نړيواله ورورلي خو لاړله ٬ لويديزې نړۍ ته خو ټرافي ترلاسه شه خو پاكستان تر اوسه د ھغې ازغي لري۔ ده ووئيل په افغانستان كښې امن لپاره به د سيمې هېوادونو او نړيوالو قواؤ له په ګډه كار كول وي٬ پاكستان خپلواكه هېواد دے٬ تورونه او باور يو ځائې نه شي چلېدې۔

ده ووئيل پاكستان د چا جنګ نه كوي٬ مونږ د خپل سباٶن جنګ كوٶ٬ د امن د لارې د پرمختګ او سوكالۍ جنګ دے۔ احسن اقبال ووئيل د پاكستان حكومت اقتصادي وژن بنياد به منطقه كښې د امن او د استحكام په بحالۍ دے۔ ده ووئيل سي پېك به منقطه كښې د هېوادونو ترمېنځه شريكو روابطو لپاره موثره كردار ولوبوي۔ ده ووئيل سي پېك به نه يوازې پاكستان كښې د توان او انفراسټركچر او تګ راتګ نظام بهترۍ لاره وي بلكې د شريك انضمام موجب به هم وي ۔

ده ووئيل د سي پېك ملاټر هر ھغه هېواد له كول پكار دي څوك چې سوئيلي آسياء كښې سوكالۍ او استحكام ليدل غواړي۔ داخله وزير د دې عزم پخلې وكړو چې پاكستان منطقه كښې امن او استحكام باوري كولو لپاره امريكې سره د شراكت دارۍ په توګه كار كولو له چمتو دے۔ ده ووئيل منطقې ته د درېمې نړۍ په نقطه نظر كتلو سره به حالات نور خرابۍ پلو لاړ شي۔