ریو اولمپکس ګېمز 2016 به په 5م اګست پېل كېږي

ریو اولمپکس ګېمز 2016 به په 5م اګست پېل كېږي

ریوډي جنېرو (پاکستان پوائنٹ نیوز۔28 جولائی۔2016) ریو اولمپکس ګېمز 2016 به په 5م اګست برازيل كښې پېل كېږي۔د مېګا ګېمز كاميابۍ له تيارې بام ته رسېدلې دي۔ په ګېمز كښې به د 160 نه د زياتو هېوادونو 8 زره اېتهليټس لوبغاړي برخه اخلي۔په ون يونټ مېګا ګېمز كښې به نارينه او زنانه لوبغاړو ترمېنځه په 28 لوبو كښې 306 مقابلې كېږي۔برازيل لپاره دا مېګا ګېمز يو چېلنج دے ولې چې په هېواد كښې سياسي بحران هم بام ته رسېدلې۔د نړيوال المپكس كمېټۍ صدر تھامس باخ وئيلي دي د ټولو چېلنجونو باوجود ګېمز كامياب او يادګار جوړولو له هلې ځلې روانې دي او د سياسي بحران به په ګېمز هېڅ آغيز نه پرېوځي۔(ص ف/ض ض/ګ ل/1725)