شندور پولو فېسټول كښې په لويه شمېره غېر ملكيانو ګډون وكړو

شندور پولو فېسټول كښې په لويه شمېره غېر ملكيانو ګډون وكړو

پېښور(پاکستان پوائنٹ نیوز۔ یکم اگست۔2016ء) د خېبر پښتونخوا ټورازم كارپوېشن او د چترال ضلعي انتظاميې تر سېوري لاندې شندور پولو فېسټول كښې سږ كال په زر ګونو نړيوالو سېلګرو ګډون كړې دې ۔په درې ورځني فېسټول كښې د ګلګت بلتستان او چترال پولو لوبډلو ترمېنځه لوبې وشوې او دې سره سره كلتور ٬ګډا٬ رسه كشي٬ پېرا كلائيډنګ او نورې مقابلې هم وشوې۔ د صوبائي حكومت لخوا سږ كال مالاكنډ ډويژن كښې غېر ملكي سېلګرو له د اېن او سي شرط ختمېدو په سوب د زرګونو په شمېر خلقو شندور مېله كښې ګډون وكړو۔د صوبائي حكومت او پي ټي ډي سي لخوا سېلګرۍ ته وده او پرمختګ وركول وړومبې ترجيح ده چې له مخې به ئې د صوبې معيشت قوي شي۔