پاكستان په نړيوال ټي ټونټي بلائنډ كپ كښې نيوزي لېنډ په 10 وكټو ماتې وركړه

پاكستان په نړيوال ټي ټونټي بلائنډ كپ كښې نيوزي لېنډ په 10 وكټو ماتې وركړه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 30جنوری2016ء) پاكستان په نړيوال ټي ټونټي بلائنډ كپ كښې نيوزي لېنډ په 10 وكټو ماتې وركړه۔ د پاكستان لوبغاړې بدر منير په ښه كاركردګې د مېچ غوره لوبغاړې وګرځول شو۔ په هند كښې كېدونكي د نړيوال كپ په وړومبي مېچ كښې د پاكستانې لوبډلې كپتان پچه ګټلو سره نيوزي لېنډ ته اول د لوبې كولو بلنه وركړه۔ د نيوزي لېنډ لوبډلې په مقرره 20 اورونو كښې د 7 وكټو په زيان 112 منډې جوړې كړې۔ د پاكستان لوبډلې مطلوبه هدف په 7.1 اورونو كښې پوره كولو سره د بغېر د كوم لوبغاړي سوځېدو پوره كړو۔ پاكستان لوبغاړې بدر منير په ښه كاركردګې د مېچ غوره لوبغاړې وګرځول شو۔ د پاكستان دويم مېچ به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ د انګلستان لوبډلې په ضد كېږي۔