د انګلستان د كركټ لوبډله به راتلونكې مياشت د وېسټ انډيز دوره كوي

د انګلستان د كركټ لوبډله به راتلونكې مياشت د وېسټ انډيز دوره كوي

لندن (پاکستان نیوز پوائنٹ 28جنوری2016ء) د انګلستان د كركټ لوبډله به راتلونكې مياشت د وېسټ انډيز دوره كوي۔ د دورې په مهال به د انګلستان لوبډله د وېسټ انډيز لوبډلې په ضد د يو ورځني مېچونو سېريز كوي۔ د شېډول له مخې د انګلستان لوبډله به د فرورې په 22مه نېټه وېسټ انډيز ته رسي۔ د دريو مېچونو د سېريز وړومبې مېچ به د مارچ په 3مه نېټه٬ دويم به د مارچ په 5مه نېټه او وروستې مېچ به د مارچ په 9مه نېټه كېږي۔ ﴿م ع/ م ع 1720﴾