آسټرېليا كښې د ايئر شو په مهال د الوتكې پېښه كښې دوه كسه مړه شول

آسټرېليا كښې د ايئر شو په مهال د الوتكې پېښه كښې دوه كسه مړه شول

سډني (پاکستان نیوز پوائنٹ 27جنوری2016ء) آسټرېليا كښې د ايئر شو په مهال سي پلين الوتكې پېښې په نتيجه كښې دوه كسه مړه شوي دي ۔د آسټرېليا پوليس ذريعو له مخې د آسټرېليا قامي ورځې جشن په لړ كښې پرت كښې په كېدونكې ايئر شو كښې سي پلين ګرومن جي۔73 سوان درياب كښې د الوت مظاهره كوله چې ناڅاپي ډوبه شوه چې په نتيجه كښې يې د سي پلين 52 كلن پائېلوټ پټيرلائنچ او د هغه ملګرې په موقع مړه شوي۔ايئر شو كښې په زرګونو كتوونكو ګدون كولو چې دا پیښه رامخې ته شوه۔د دې پیښې عكسونه په سوشل مېډيا هم جاري كړې شوي دي ۔(ص ف/ض ض/ګ ل/1708)