د پاكستان او آسټراليا ترمېنځه د كركټ د يو ورځني مېچونو په سېريز كښې څلورم مېچ (نن) كېږي

د پاكستان او آسټراليا ترمېنځه د كركټ د يو ورځني مېچونو په سېريز كښې څلورم مېچ (نن) كېږي

سډني (پاکستان نیوز پوائنٹ 21نوری2016ء) د پاكستان او آسټراليا ترمېنځه د كركټ د يو ورځني مېچونو په سېريز كښې څلورم مېچ (نن) د اتوار په ورځ د سډني په لوبغالي كښې كېږي۔ دا به د شپې او ورځې مېچ وي كوم به چې د پاكستان په وخت د شپې په 8 بجې 20 دقيقې پېل كېږي۔ په سېريز كښې آسټراليا تراوسه دوه او پاكستان يو مېچ ګټلې دے۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه پنځم مېچ به د جنورې په 26مه نېټه په اېډېلېډ كښې كېږي۔ ﴿وا﴾