پاکستان وړومبني اننګز په 9 لوبغاړو 443 رنز جوړولو ډكلېئر كړو،

اسټراليا د دوه وكټو په زيان 278 رنز جوړ كړه اظهر علي په 205 رنز جوړولو مرد مېدان پاتې شو

پاکستان وړومبني اننګز په 9 لوبغاړو 443 رنز جوړولو ډكلېئر كړو،
اسټراليا د دوه وكټو په زيان 278 رنز جوړ كړه اظهر علي په 205 رنز جوړولو مرد مېدان پاتې شو

مېلبورن (پاکستان نیوز پوائنٹ 28دسمبر2016ء) د اظهر علي دوو سوو رنز كولو سره پاكستان د اسټراليا په ضد د ټېسټ سيريز د دوېم مېچ په وړومبي اننګ كښې په 9 لوبغاړو 443 رنز جوړولو ډكلېئر كړې دې ۔ اسټراليا د دوو لوبغاړو په سوځېدو 278 رنز جوړ كړي او رنز برابرولو له ورله 165 منډې نورې پكار دي او 8 لوبغاړي ئې پاتې دي۔ په وړومبي اننګ كښې اظهر علي په 205 رنز جوړولو مرد مېدان پاتې شوې او په اننګز كښې اسد شفيق 50 او سهېل خان 65 رنز جوړ كړي۔ ۔ د اسټراليا لخوا جېكسن برډ او جوش هېزل ووډ درې درې لوبغاړي دغسې مچل مارش او نېتهن لائن يو يو لوبغاړې سوځولې۔ د پاكستان لخوا ياسر شاه او وهاب رياض يو يو لوبغاړې آٶټ كړے دے۔(وا/ض ض/ګ ل/1728)