د آسټراليا او هند د كركټ لوبډلو ترمېنځه وړومبنې ټېسټ مېچ به د دسمبر په 6مه نېټه پېل كېږي

د آسټراليا او هند د كركټ لوبډلو ترمېنځه وړومبنې ټېسټ مېچ به د دسمبر په 6مه نېټه پېل كېږي

ايډېلېډ (پاکستان پوائنٹ نیوز 03 دسمبر 2018ء) د آسټراليا او هند د كركټ لوبډلو ترمېنځه د څلورو ټېسټ مېچونو د سېريز وړومبنې ټېسټ مېچ به د دسمبر په 6مه نېټه په ايډېلېډ كښې پېل كېږي۔ د دې څخه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمېنځه د درې ټي ټونټي مېچونو سېريز يو يو مېچ ګټلو سره برابر شوے و۔ يو ټي ټونټي مېچ د باران له امله نه ؤ شوے۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه دوهم ټېسټ مېچ به د دسمبر په 14مه نېټه٬ دريم مېچ به د دسمبر 26مه نېټه او څلورم مېچ به د جنورې په 3مه نېټه پېل كېږي۔ د دې نه پس به د دواړو لوبډلو ترمېنځه د درېو يو ورځنو مېچونو سېريز هم كېږي چې وړومبې مېچ به ئې د جنورې په 12مه نېټه كال 2019 كښې كېږي۔