زمبابوے به جولائی كښې د پاكستان او آسټريليا په ضد د درې هېواديز ټي ټونټي انټرنېشنل کرکټ سیریز كوربه كوي

زمبابوے به جولائی كښې د پاكستان او آسټريليا په ضد د درې هېواديز ټي ټونټي انټرنېشنل کرکټ سیریز كوربه كوي

هرارے (پاکستان نیوزپوائنٹ 26اپریل 2018ء) زمبابوے به د روان كال جولائي مياشت كښې د پاكستان او آسټريليا په ضد د درې هېواديز ټی ټونټی انټرنېشنل کرکټ سیریز كوربه وي۔ دې سره سره د زمبابوے او پاكستان ترمينځه د 5 يو ورځني نړيوال مېچونو شېډول هم تيار كړې شوې۔ د فیوچر ټور پروګرامز ترمخه آسټریلیا له د زمبابوے دورې په مهال يو ټېسټ او پاكستان له دوه ټېسټ مېچونه كول وو ولې د زمبابوے كركټ كونسل د مالي ستونزې په سوب د هوم ټېسټ مېچونو كوربتوب څخه معذرت وكړو۔

د زمبابوے کرکټ مېنجنګ ډائرېکټر فېصل حسنېن خپل خبري كنفرنش كښې ووئيل دا مهال مونږ مالي ستونزې سره مخ يو له دې كبله د پاكستان او آسټريليا په ضد د ټېسټ سېريز كوربتوب نه كوؤ بياهم ددرې كركټ لوبډلو ترمينځه درې هېواديز ټي ټونټي سيريز به جولائي كښې كولې شي۔ ده ووئيل كه مالي مسئلې هوارې نه شوې نو د پاكستان په ضد ون ډۍ سيريز ځنډول كېدې شي۔