د هالینډ، آئرلینډ او سكاټ لینډ ترمينځه ټی ټونټی انټرنیشنل سیریز به په جون كښې كېږي

د هالینډ، آئرلینډ او سكاټ لینډ ترمينځه ټی ټونټی انټرنیشنل سیریز به په جون كښې كېږي

ایمسټرډیم (پاکستان نیوزپوائنٹ 19اپریل 2018ء) هالینډ به د روان كال د جون په میاشت كښې د درې هېوادونو ټی ټونټی انټرنېشنل كركټ سیریز كوربتوب كوي چې پكښې به د هالينډ نه علاوه د آئرلینډ او سكاټ لینډ لوبډلې ګډون كوي۔ سیریز به د 12 نه تر 20 جون دوام لري او درې واړه ډلې به خپلو كښې دوه ٬ دوه ميچونه كوي دغسې د سيريز فائنل به په 20 جون كېږي۔