د پاكستان د كركټ ښځينه لوبډله به روانه مياشت د سري لنكا دوره كوي

د پاكستان د كركټ ښځينه لوبډله به روانه مياشت د سري لنكا دوره كوي

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 17مارچ2018ء) د پاكستان د كركټ ښځينه لوبډله به روانه مياشت د سري لنكا دوره كوي چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد درې يو ورځني مېچونه او درې ټي ټونټي مېچونه كوي۔ وړومبې يو ورځنې مېچ به د مارچ په 20مه نېټه٬ دويم به د مارچ په 22مه نېټه او دريم به د مارچ په 24مه نېټه كېږي۔ د ټي ټونټي سېريز وړومبې مېچ به د مارچ په 28مه نېټه٬ دويم به د مارچ په 30مه نېټه او دريم مېچ به د مارچ په 31مه نېټه كېږي۔