په قومي ټي ټونټي كپ كښې به ﴿نن﴾ دوه مېچونه كېږي

په قومي ټي ټونټي كپ كښې به ﴿نن﴾ دوه مېچونه كېږي

پېنډې (پاکستان نیوزپوائنٹ14نومبر2017ء) په قومي ټي ټونټي كپ كښې به ﴿نن﴾ د شورو په ورځ دوه نور مېچونه كېږي۔ د خبر له مخې د پېنډې په كركټ لوبغالي كښې په روان ټورنامنټ كښې به ﴿نن﴾ د شورو په ورځ وړومبې مېچ د لاهور وائټس او د فېصل آباد ترمېنځه كېږي۔ علي شاه د فېصل آباد او كامران اكمل د لاهور وائټس لوبډلې كپتان دے۔ دويم مېچ به د كراچې وائټس او لاهور بلوز ترمېنځه كېږي۔ د اكبر رحمان د كراچې وائټس او احمد شهزاد د لاهور بلوز لوبډلې كپتان دے۔ د دې ټورنامنټ سيمي فائنلې به د نومبر په 25مه نېټه او فائنل به د نومبر په 26مه نېټه په پېنډې كښې كېږي۔