د پاكستان او سري لنكا د كركټ لوبډلو ترمېنځه د پنځو يو ورځنو مېچونو د سېريز وړومبې مېچ به ﴿نن﴾ كېږي

د پاكستان او سري لنكا د كركټ لوبډلو ترمېنځه د پنځو يو ورځنو مېچونو د سېريز وړومبې مېچ به ﴿نن﴾ كېږي

دبئي (پاکستان نیوزپوائنٹ12اکتوبر2017ء) د پاكستان او سري لنكا د كركټ لوبډلو ترمېنځه د پنځو يو ورځنو مېچونو د سېريز وړومبې مېچ به ﴿نن﴾ د جمعې په ورځ په دبئي كښې د كركټ په نړيوال لوبغالي كښې كېږي۔ د دې څخه وړاندې د ټېسټ سېريز دواړه مېچونه د سري لنكا لوبډلې ګټلي دي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د يو ورځنو مېچونو د سېريز دويم مېچ به د اكتوبر په 16مه نېټه٬ دريم به د اكتوبر په 18مه نېټه په ابوظهبي٬ څلورم مېچ به د اكتوبر په 20مه نېټه په شارجه او وروستې پنځم مېچ به هم د اكتوبر په 23مه نېټه په شارجه كښې كېږي۔

د دې نه پس به د دواړو لوبډلو ترمېنځه د درې ټي ټونټي مېچونو سېريز كېږي چې وړومبې مېچ به ئې د اكتوبر په 26مه نېټه او دويم مېچ به د اكتوبر په 27مه نېټه په ابوظهبي كښې كېږي۔ دريم او وروستې ټي ټونټي مېچ به د اكتوبر په 29مه نېټه په قذافي سټېډيم لاهور كښې كېږي۔