د هند او آسټراليا د كركټ لوبډلو ترمېنځه دريم يو ورځنې مېچ به ﴿سبا﴾ كېږي

د هند او آسټراليا د كركټ لوبډلو ترمېنځه دريم يو ورځنې مېچ به ﴿سبا﴾ كېږي

اندور (پاکستان نیوزپوائنٹ22ستمبر2017ء) د هند او آسټراليا د كركټ لوبډلو ترمېنځه د پنځو مېچونو په سېريز كښې دريم يو ورځنې مېچ به ﴿سبا﴾ د اتوار په ورځ په اندور كښې كېږي۔ كوربه لوبډلې په دې سېريز كښې دوه مېچونه ګټلي دي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز څلورم مېچ به د ستمبر په 28مه نېټه په بنګلور او پنځم او وروستې مېچ به د اكتوبر په وړومبې نېټه په ناګپور كښې كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه وړومبې ټي ټونټي مېچ به د اكتوبر په 7مه نېټه ٬ دويم به د اكتوبر په 10مه نېټه او دريم او وروستې مېچ به د اكتوبر په 13مه نېټه كېږي۔