د آزادی کپ لپاره د ورلډ الیون ډله لاهور ته رارسيدلې کپتان فاف ډپلوسی۔ هاشم آمله، عمران طاهر، مورنی مورکل، ډیوډ ملر، جارج بیلی، ټم پین، سیموئل بدری، بین کټنګ، پال کولنګ وډ، ګرینټ ایلیټ، تمیم اقبال او تھسارا پریرا شامل دي ، سمیموئل بدری به دې نه پس راځي په هوائي ميدان د پاکستان کرکټ بورډ چیئرمین نجم سیټھی پشمول د کرکټ بورډ او د انتظامیې چارواكو د لوبغاړو هركلې وكړو، د هوائي ميدان نه تر هوټل امنيت ټېنګ كړې شوې ٶ ، پاکستان او ورلډ الیون ترمينځه به ښھ لوبه كېږي،اینډی فلاور

لاهور (پاکستان نیوزپوائنٹ11ستمبر2017ء) آزادی کپ لپاره د ورلډ الیون ډله د ډوپلیسی په مشرۍ كښې لاهور ته رارسيدلې چې پكښې درې آفلیشلز او د ورلډ الیون کوچ هم شامل دې، د لاهور په علامه اقبال هوائي ميدان د پاکستان کرکټ بورډ چیئرمېن نجم سیټھی پشمول د کرکټ بورډ او انتظامیې چارواكو د لوبغاړو هركلې وكړو دغسې په دې مهال ګڼ شمير شائقین هم د هوائي ميدان څخه بهر د لوبغاړو هركلې له موجود ؤ۔

د هوئاي ميدان نه تر هوټل د امنيت سخت انتظامات شوې ؤ۔ ورلډ الیون ډله كښې شامل د 7 هېوادونو لوبغاړي لاهور ته په رارسيدو خوشحاله ؤ۔هوټل ته په سيدو د ورلډ الیون کوچ اینډی فلاور لاهور ته په رارسيدو پاکستانی شائقینو پھ نامه ویډیو پیغام هم جارې كړو چې پګښې هغه ووئيلې ؤ چې پاکستان ته راعللو سره خوشحاله شوې يم۔اینډی فلاور په تود هركلې كولو د خوشحالۍ څرګندونه وكړه او هيله ئې ولرله چې د پاکستان او ورلډ الیون ترمينځه به ښه ميچ وشي دغسې د وېسټ انډیز لوبغاړې سیموئل بدری به دې نه پس لاهور ته راځي۔

ورلډ الیون اعلان کړې شوي ډلهع كښې کپتان فاف ډپلوسی۔ هاشم آمله، عمران طاهر، مورنی مورکل، ډیوډ ملر، جارج بیلی، ټم پین، سیموئل بدری، بین کټنګ، پال کولنګ وډ، ګرینټ ایلیټ، تمیم اقبال او تھسارا پریرا شامل دي۔ د پاکستان او ورلډ الیون ترمينځه د نهې ورځ څخه پيل كيدونكې سیریز كښې ګډون كونكې د ورلډ الیون درې لوبغاړو تير وخت كښې هم د پاکستان دورہ کولو سره انټرنېشنل میچونو كښې برخه اخستي دغسې د ویسټ انډین پخوانې کپتان ډیرن سیمی انټرنېشنل میچ نه شي كولې خو هغه د پاکستان سپر لیګ فائنل كښې ګډون له پاکستان ته راغلې دې۔

دا خبره دې ياده وي چې د دواړه ډلو ترمينځه وړومبې میچ به په 12 ستمبر کولې شي ، دويم ميچ به په 13 ستمبر دغسې په 15 ستمبر به دريم ميچ كولې شي، د ورلډ الیون ډله به په 16 ستمبر بيرته ځي۔ د سرفراز احمد په مشرۍ كښې قامی ډله كښې احمد شهزاد، فخر زمان، شعیب ملك، بابر اعظم، عماد وسیم، محمد عامر، فهیم اشرف، حسن علی، رومان رئېس، محمد نواز، عثمان شنواری، شاداب خان، عمر امېن، عامر یامېن او سهیل خان شامل دي۔