د پاكستان او وېسټ اېډيز په سيريز كښې روسټن چيز په بېټنګ او ياسر شاه په باٶلنګ كښې سر فهرست دي

د پاكستان او وېسټ اېډيز په سيريز كښې روسټن چيز په بېټنګ او ياسر شاه په باٶلنګ كښې سر فهرست دي

لاهور (پاکستان نیوزپوائنٹ 15مئ2017ء) د پاکستان او وېسټ اېډيز ترمېځه د درې ټېسټ مېچونو په سېرېز كښې تر ټولو زيات رنزونه د وېسټ اېډيز لوبغاړي روسټن چيز او په باٶلنګ كښې د پاكستان كركټ لوبغاړي او سپين بولر یاسر شاہ سر فهرست دے۔ روسټن چيز د درې ټېسټ مېچونو په سېريز په 6 اننګز كښې د 100.75 اوسط سره 403 رنز جوړ كړي چې پكښې دوه سل سل او دوه نيمې سنچرۍ شاملې دي ۔ مصباح الحق په دوېم لمبر دے چا چې د درې مېچونو په 6 اننګز كښې 67.75 اوسط سره 271 رنز جوړ كړي۔ ياسر شاه په 3 ټېسټ مېچونو كښې په 6 اننګز كښې د 21.96 په اوسط 25 لوبغاړي سوځولي دي دغسې د وېسټ انډيز ګېبرېل په دوېم لمبر دے ھغه د 18.80 اوسط سره 15 لوبغاړي سوځولي او محمد عباس په درېم لمبر دے ھغه د 19.20 اوسط سره 15 لوبغاړي سوځولي دي۔