د وېسټ انډيز په ضد په تاريخې بريا ډېر خوشحاله يم۔ مصباح

د وېسټ انډيز په ضد په تاريخې بريا ډېر خوشحاله يم۔ مصباح

ډومینیکا (پاکستان نیوزپوائنٹ 15مئ2017ء) د وېسټ انڈیز په ضد د پاكستان په تاريخي بريا سره د مصباح الحق غوره كېريئر هم پايې ته ورسېد۔ د مېچ ګټلو څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې مصباح الحق ووئيل زه په دې تاريخي فتح ډېر خوشحاله يم او په دې مهال زه د خپلې مور ٬ كورودانې ٬ كوچنګ سټاف ٬ ملګرو او مينه والو ډېره مننه كوم۔ ده ووئيل زه يونس خان له هم مباركي وركوم او په تاريخ كښې به يونس سره زما نامه هم ذكر كيږي او زه په دې وياړ لرم ۔

دا خبره دې ښكاره وي چې د دې مېچ تاريخي ګټې او سيريز 1۔2 سره ګټلو نه وروستو مصباح الحق وېسټ انډیز كښې درې 3 ټېسټ مېچونه ګټونكې اولنې آسيائې كپتان جوړ شوے۔ د هند ویرات کوهلی د وېسټ انډيز په خاوره 2 ټېسټ مېچونه ګټلي دي او دې نه ځانله بل كوم هم كپتان وېسټ انډيز څخه د يو نه زيات مېچ نه دې ګټلې۔