د پاكستان او وېسټ انډيز د كركټ لوبډلو ترمېنځه د ټېسټ مېچونو د سېريز دويم مېچ به د اپرېل په 30مه نېټه پېل كېږي

د پاكستان او وېسټ انډيز د كركټ لوبډلو ترمېنځه د ټېسټ مېچونو د سېريز دويم مېچ به د اپرېل په 30مه نېټه پېل كېږي

بارباډوس (پاکستان نیوز پوائنٹ 27اپریل2017ء) د پاكستان او وېسټ انډيز د كركټ لوبډلو ترمېنځه د ټېسټ مېچونو د سېريز دويم مېچ به د اپرېل په 30مه نېټه په بارباډوس كښې پېل كېږي۔ د دريو مېچونو په سېريز پاكستان وړومبې مېچ ګټلې دے۔ پاكستان په دې مېچ كښې د وېسټ انډيز لوبډلې ته د اوو لوبغاړو په سوځولو ماتې وركړې۔ د پاكستان د كركټ لوبډلې كېپتان مصباح الحق وئيلي دي چې د ده لوبډله فټ او په ښه فارم كښې ده۔ ده ووئيل چې زمونږ لوبډله به دويم مېچ ګټلو سره سېريز په خپل نوم كړي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه دريم ټېسټ او وروستې ټېسټ مېچ به د مئي په 10مه نېټه پېل كېږي۔