د وېسټ انډيز دورې له تربيتي كېمپ پېل شو۔ په اولنۍ ورځ فټنس ټېسټونه

د وېسټ انډيز دورې له تربيتي كېمپ پېل شو۔ په اولنۍ ورځ فټنس ټېسټونه

لاهور(پاکستان نیوز پوائنٹ 11مارچ2017ء) د ویسټ انډیز په ضد د ټی ټونټی او ون ډے مقابلو سېريز تيارۍ له د قامي لوبغاړو تربيتي كېمپ د سر كوچ مکی آرتھر په مشرۍ كښې د خالي ورځې نه نېشنل كركټ اكېډمي لاهور كښې پېل شو كوم به چې تر 17 مارچ دوام لري۔ د كېمپ په اولنۍ ورځ د پېښور زلمي لوبغاړي محمد ،محمد اصغر ،جنېد خان ،وهاب ریاض ،حسن علی ،کامران اکمل پېښور كښې د پاتې كېدو په سوب كېمپ كښې شريك نه شول۔

دوئي به (نن) د اتوار په ورځ كېمپ ته رپورټ وركوي۔ لوبغاړو په اولنۍ ورځ د فټنس ټېسټ كښې برخه واخسته او د ګل ورځې نه به باقاعده ټرېنګ پېل شي۔ کېمپ لپاره اعلان كړې شويو ممكنه 39 لوبغاړو كښې احمد شهزاد ،محمد حفیظ ،فخر زمان ،اظهر علی ،شان مسعود ،بابر اعظم ،شعیب ملک ،عمر اکمل ،آصف ذاکر ،سعد علی ،سرفراز احمد ،کامران اکمل فهیم اشرف ،حسن طلعت ،عماد بټ ،محمد عامر ،حسن علی ،وهاب ریاض ،راحت علی ،رمان رئیس ،سهېل خان ،جنېد خان ،سهېل تنویر ،محمد عباس ،عثمان شنواری ،اسامه میر ،عماد وسیم ،محمد اصغر ،شاداب خان ،محمد نواز او یاسر شاہ شامل دي۔ د وېسټ انډیز په ضد ټېسټ سېريز لپاره كېمپ به وروستو لګولې شي۔