نوې ډيلې (پاکستان نیوز پوائنٹ 10مارچ2017ء) افغانستان پرله پسې زيات ټي ټونټي مېچونه ګټلو سره نوې نړيوال ريكارډ جوړ كړو۔ د افغانستان د كركټ لوبډلې آئرلېنډ ته په وړومبي ټي ټونټي مېچ كښې ماتې وركولو سره پرله پسې 9 مېچونه ګټلي دي او دې سره ئې نوې نړيوال ريكارډ جوړ كړے۔ د دې څخه وړاندې د انګلستان او د ائرلېنډ لوبډلو پرله پسې 8 ٬ 8 مېچونه ګټلي وو او دا يو نړيوال ريكارډ و۔ د افغانستان لوبډله د ټي ټونټي په خطرناكو لوبډلو كښې ده۔ افغان لوبډلې د مارچ په 27مه نېټه كال 2016م كښې دوه ځله نړيوال چېمپئن وېسټ انډيز ته ماتې وركولو سره د ګټې لړې پېل كړې وه۔ د دې نه پس ئې د عرب اماراتو په ضد 4 او د آئرلېنډ په ضد ئې درې مېچونه ګټلي۔
افغانستان پرله پسې زيات ټي ټونټي مېچونه ګټلو سره نوې نړيوال ريكارډ جوړ كړو
7 کال لومړی