د پاكستان د كركټ لوبډله به روانه مياشت د وېسټ انډيز په ضد دوه ټي ټونټي٬ درې ون ډے او درې ټېسټ مېچونه كوي

د پاكستان د كركټ لوبډله به روانه مياشت د وېسټ انډيز په ضد دوه ټي ټونټي٬ درې ون ډے او درې ټېسټ مېچونه كوي

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 09مارچ2017ء) د پاكستان كركټ لوبډله به روانه مياشت وېسټ انډيز ته ځي٬ د دورې په مهال به دوه ټي ټونټي٬ درې ون ډے او درې ټېسټ مېچونه لوبولې شي ۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د ټي ټونټي وړومبنې سيالي به د مارچ په 31مه نېټه او دويم مېچ به د اپرېل په 2مه نېټه كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه وړومبې يو ورځنۍ سيالي به د اپرېل په 7مه نېټه٬ دويم به د اپرېل په 9مه نېټه او دريم به د اپرېل په 11مه نېټه كېږي۔ د ټېسټ مېچونو د سېريز وړومبې مېچ به د اپرېل په 22مه نېټه پېل كېږي۔ دويم ټېسټ مېچ به د اپرېل په 30مه نېټه او دريم او وروستې ټېسټ مېچ به د مئي 10مه نېټه پېل كېږي۔