د پاكستان كركټ لوبډله به روانه مياشت وېسټ انډيز ته ځيت ځي٬ هلته به دوه ټي ټونټي٬ درې ون ډے او درې ټېسټ مېچونه لوبولې شي

د پاكستان كركټ لوبډله به روانه مياشت وېسټ انډيز ته ځيت ځي٬ هلته به دوه ټي ټونټي٬ درې ون ډے او درې ټېسټ مېچونه لوبولې شي

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 08مارچ2017ء) د پاكستان كركټ لوبډله به روانه مياشت وېسټ انډيز ته ځي٬ د دورې په مهال به دوه ټي ټونټي٬ درې ون ډے او درې ټېسټ مېچونه لوبولې شي ۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د ټي ټونټي وړومبنې سيالي به د مارچ په 31مه نېټه او دويم مېچ به د اپرېل په 2مه نېټه كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه وړومبې يو ورځنۍ سيالي به د اپرېل په 7مه نېټه٬ دويم به د اپرېل په 9مه نېټه او دريم به د اپرېل په 11مه نېټه كېږي۔ د ټېسټ مېچونو د سېريز وړومبې مېچ به د اپرېل په 22مه نېټه پېل كېږي۔ دويم ټېسټ مېچ به د اپرېل په 30مه نېټه او دريم او وروستې ټېسټ مېچ به د مئي 10مه نېټه پېل كېږي۔