د نيوزي لېنډ او د سوئيلي افريقې ترمېنځه دريم يو ورځنې مېچ به ﴿سبا﴾ كېږي

د نيوزي لېنډ او د سوئيلي افريقې ترمېنځه دريم يو ورځنې مېچ به ﴿سبا﴾ كېږي

وېلنګټن (پاکستان نیوز پوائنٹ 23فروری2016ء) د نيوزي لېنډ او د سوئيلي افريقې د كركټ لوبډلو ترمېنځه د پنځو يو ورځنو مېچونو په سېريز كښې دريم يو ورځنې مېچ به ﴿سبا﴾ د خالي په ورځ د فرورې په 25مه نېټه په وېلنګټن كښې كېږي۔ دواړو لوبډلو په دې سېريز كښې يو يو مېچ ګټلې دے۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه څلورم مېچ به د مارچ په وړومبې نېټه او وروستې پنځم مېچ به د مارچ په 4مه نېټه كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه به د ټېسټ مېچونو سېريز هم كېږي۔