د پاكستان حكومت سري لنكا كښې د سرمايه كارۍ او تجارت ودې له لوظي دے۔شكيل حسېن

د پاكستان حكومت سري لنكا كښې د سرمايه كارۍ او تجارت ودې له لوظي دے۔شكيل حسېن

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیو ز 29۔جولائی۔2016ء) سري لنكا كښې د پاكستان هائي كمشنر شكيل حسېن وئېلي دي د پاكستان حكومت سري لنكا كښې د سرمايه كارۍ او تجارت ودې له لوظي دے۔د جمعې پھ ورځ كولمبو كښې فېډرل چېمبر آف كامرس اينډ انډسټري سري لنكا كښې د آئي ټي لېب پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښې د پاكستان هائي كمشنر ووئيل د پاكستان حكومت كولمبو كښې د پاكستان هائي كميسون پھ وساطت آئي ټي لېب عطيه كړی چې پكښې 15 ډسك ټاپ٬ 5 لېب ټاپ كمپيوټرې او فرنيچر شامل دے۔هائي كمشنر پھ دې موقع ووئيل پاكستان به ډېر زر د اقتصادي هلو ځلو مركز جوړ شي او د سري لنكا سوداګرو ته به بلنه وركړي چې هغوي پاكستان كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه ګټه پورته كړي۔