د كورنيو چارو وفاقي وزير په امر د پاكستان او کوېت ترمېنځه د ويزې لوظنامه وځنډولې شوه كوېت لخوا د لوظنامې پاسداري نه كېده۔د داخله وزارت بيان

د كورنيو چارو وفاقي وزير په امر د پاكستان او کوېت ترمېنځه د ويزې لوظنامه وځنډولې شوه كوېت لخوا د لوظنامې پاسداري نه كېده۔د داخله وزارت بيان

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیو ز 29۔جولائی۔2016ء) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثارعلي خان په امر د پاكستان او کوېت ترمېنځه د ويزه لوظنامه ځنډولې شوې ده ۔د جمعې په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې په كال 2013 كښې د ترسره شوې لوظنامې له مخې سفارتي او سركاري پاسپورټ لرونكو به په دوه اړخيزه بنياد تګ راتګ له د ويزې ترلاسه كولو څخه استثنٰې لرله ۔ د پاکستان لخوا د لوظنامې د بشپړه خيال ساتلو باوجود كوېت د لوظنامې خيال نه ساتلو۔د وزارت بيان له مخې دا ډول لوظنامو كښې دوه اړخيزه عملدرآمد لازمي وي ٬داسې نشي كېدې چې پاکستان د لوظنامې خيال وساتي او بل اړخ نه۔(ض ض/ګ ل/وس/2103)