اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیو ز 29۔جولائی۔2016ء) د انفارمېشن ټېكنالوجې دوهمې وزيرې انوشه رحمان وئيلي دي د سائبر كرائم پحقله بل د ډېرې مودې نه ځنډېدلے پروت دے ٬ په بل تحفظات په تفيصل سره اورېدلې شوي او اولسي اورېدنې هم تر سره شوې٬ كمې زياتې لرې كېدې هم شي۔د جمعې په ورځ انوشه رحمان د الېكټرانك كرائم مخنيوي بل 2016 منظورۍ نه وړاندې سېنېت ته ووئيل د سائبر كرائم بل ډېر اهميت لري كوم چې د ډېرې مودې راهسې التواء سره مخ دے ٬ دې ووئېل د نېشنل اېكشن پلان نه پس دا بل قامي اسمبلۍ ته لېږلې شوې او كمېټۍ پرې غور كړې ۔
دې ووئيل مونږ څوك هم دا نه غواړو چې انټرنېټ كارٶنكو له سزا وركړې شې ٬ بايد اندېښه وي چې كوم بې ګناه وګړې ونه نيولې شي٬ دې ووئېل په بل د عملدرامد ذمه واري د داخله وزارت ده ٬ پرون سترې محمكې هم د كېس اورېدنه كړې ۔دې ووئيل سائبر سپېس كښې په جرمونو اېكشن اخستو له هېڅ قانون نه لرو٬ بل كښې كه كوم كمې زياتې وي لرې كېدې شي بايد قانون عملي كوٶنكي د ناجائزه كاروېدو مخنيوي وكړي۔ دې ووئيل د سائبر كرائم له به عدالتونه هم جوړول وي او د ھغې واك به هم عدليه سره لري مونږ په ھغې كښې مداخله نه غواړو۔(ص ف/ض ض/ګ ل/وس/1827)