د اقتصادي غريبۍ سره سره ذهني غريبۍ ختمولو ته اړتيا ده٬ پاكستانے قام ايمانداره دے٬د هېواد پرمختګ ٬سياسي استحكام د پالېسيو تسلسل نه غېرممكن نه دے

٬بېنظيرانكم سپورټ پروګرام د غريبۍ ختمولو لپاره مهم كردارترسره كوي۔د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال دستورې ته خطاب

د اقتصادي غريبۍ سره سره ذهني غريبۍ ختمولو ته اړتيا ده٬ پاكستانے قام ايمانداره دے٬د هېواد پرمختګ ٬سياسي استحكام د پالېسيو تسلسل نه غېرممكن نه دے
٬بېنظيرانكم سپورټ پروګرام د غريبۍ ختمولو لپاره مهم كردارترسره كوي۔د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال دستورې ته خطاب

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیو ز 29۔جولائی۔2016ء) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د اقتصادي غريبۍ سره سره ذهني غريبۍ ختمولو ته اړتيا ده٬ پاكستانے قام ايمانداره دے٬د هېواد پرمختګ ٬سياسي استحكام د پالېسيو تسلسل نه غېر ممكن نه دے٬بېنظيرانكم سپورټ پروګرام د غريبۍ ختمولو لپاره مهم كردار ترسره كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې پھ ورځ بېنظيرانكم سپورټ پروګرام ترمخه د پاكستان آبادۍ راپور دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔

په دې موقع د بي آئي اېس پي چيئرپرسن ماروي مېمن هم موجود وه۔وفاقي وزير ووئيل د يو خاص آمدن لرونكو كنډو يتيمانو او د معذورو كفالت لپاره ګامونه پورته كول د رياست يو لويې عمل دے۔ده ووئيل ټولې اشارو څخه دا ښكاره شوې چې د 2016 پاكستان د 2013 پاكستان څخه بهتر دے۔ده ووئيل غريبي ختمول د كوم هم هېواد لپاره مهم كار دے۔بي آئي اېس پي د هېواد د 5 كروړو وګړيو مالي معاونت كوي۔

ده ووئيل حكومت به تر 2018 لس زره مېګاواټ برېښنا قامي ګرډ كښې شامله كړی شي۔حكومت د لوړو زده كړو كميسون بجټ د 100 اربو نه 200 اربو ته رسولې دې دغسې حكومت د تعليم څانګې ته پام لرنه كوي۔ده ووئيل د غريبۍ ختمول د كوم هم هېواد لپاره لويې چېنلج دے او دا پروګرام د غريبانو معاونت له كار كوي۔ده ووئيل پاكستان كښې ډېر څه ښه كېږي خو زمونږ مېډيا يوازې منفي اړخ څرګندوي۔

ده ووئيل هېواد كښې د امن وضعه ښه كېږي او غېر ملكي سرمايه كار پاكستان ته راځي۔ده ووئيل د سي پېك په سوب هېواد كښې به نوې كارخانې جوړی شي چې ورسره به د روزګار موقعې هم راپیدا شي۔ده ووئيل د پاكستان سباؤن د قانون حكمرانۍ او جمهوريت تسلسل سره تړلے دے۔د پاكستان د چين سره سياسي اړيكې په ستراتېژېكي اړيكو بدلې شوي۔ده ووئيل ګوادر به د سي پیك ګېټ وے وي او دا موقع ضائع كولې نه شو۔د سيمې درې اربه اولس ته به د دې ګټھ ورسي۔(ص ف/ض ض/ګ ل/وس/1628)