د سندھ نوې وزیراعلیٰ دې د قانون سرلوړي او د امن وضعه ښه كړي ،د بډواو کمېشن اخستلو ختمولو سره ادارې مضبوطيدې شي د جماعت اسلامی امیر سناتور سراج الحق ميډيا سره خبرې

د سندھ نوې وزیراعلیٰ دې د قانون سرلوړي او د امن وضعه ښه كړي ،د بډواو کمېشن اخستلو ختمولو سره ادارې مضبوطيدې شي د جماعت اسلامی امیر سناتور سراج الحق ميډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیو ز 29۔جولائی۔2016ء) د جماعت اسلامی امیر سناتور سراج الحق وئيلي دي د سندھ نوې وزیراعلیٰ دې د قانون سرلوړي او د امن وضعه ښه كړي ،بډې او کمېشن اخستلو سره ادارې مضبوطيدې شي۔ د جمعې په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د سندھ نوې وزیراعلیٰ کامیابۍ له دعاګانې غواړو ، د هغه وړومبې كار د قانون سرلوړي ، د امن وضعه ښه كول دي ٬ده ووئېل صوبه كښې د بډو او کمېشن ختمولو سره ادارې مضبوطېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل قامی اسمبلۍ او د سېنېټ غړي اولسي استازي دي ، پی اے سی قائمه کمېټۍ كښې د سناتورانو شمولیت سره به د وزارتونو سپيځلې آډټ باوري شي او دې سره به د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ اهمیت نور هم زيات شي۔(ص ف/ض ض/ګ ل/وس/1628)