ټېکسلا نه تر هری پور د سړك جوړولو 29 کلومیټره برخه بشړه شوې په پاتې برخه به ډير زر كار پيل شي۔ د پارلماني چار وفاقی وزیر سېنېټ ته ځواب

ټېکسلا نه تر هری پور د سړك جوړولو 29 کلومیټره برخه بشړه شوې  په پاتې برخه به ډير زر كار پيل شي۔ د پارلماني چار وفاقی وزیر سېنېټ ته ځواب

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیو ز 29۔جولائی۔2016ء) سېنېټ ته وئيلي شوي دي ټېکسلا نه تر هری پور د سړك جوړولو 29 کلومیټره برخه بشړه شوې ده ' په پاتې برخه به ډير زر كار پيل شي۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتور طلحه محمود د پوښتنې په ځواب وفاقی وزیر شیخ آفتاب احمد ووئيل د ټېکسلا نه تر هری پور د خانپور په لاره د سړك اوږدوالې 42 کلو میټره دے ۔ په دې كښې 29 کلومیټره جوړه شوې ده او د پاتې برخې پی سی ون جوړ دے ۔ده ووئيل ډير زر به په دې كار كړې پيل شي۔ (ص ف/ض ض/ګ ل/وس/1628)