د جولائی وړومبۍ نيټې كال 2011ء نه تر 30 جون 2016ء هند 450 پاکستانیان مچېمار نيولې دي ئې خوشي كړې ،

د انډونیزيا په پاکستانی سفارتخانه كښې 12كسان كار كويد وزیراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز سېنېټ ته ځواب

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیو ز 29۔جولائی۔2016ء) د وزیراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز وئيلي دي د جولائی وړومبۍ نيټې كال 2011ء نه تر 30 جون 2016ء هند 450 پاکستانیان مچېمار نيولې دي ' 395 ئې خوشي كړې دي،د انډونیزيا په پاکستانی سفارتخانه كښې 12 كسان كار كوي ، د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې پھ مهال د سناتور کرنل (ر) سید طاهر حسېن مشهدی د پوښتنې په ځواب د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز ووئيل د 01 جولائی 2011ء نه تر 30 جون 2016ء هند 450 پاکستانيان مچېمار نيولې دي' 395 ئې خوشي كړې دي ، ده ووئېل په 55 كسانو كښې يو مړ شوے او په 8 كسانو د نشه اي توكو تور دے ۔

ده ووئيل د پاتې كسانو راخوشې كولو عمل روان دے ۔ د سناتور چوهدری تنویر خان د پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پاکستان په انډونیزيا كښې يو سفارتي مشن سفارتخانه شته ۔ جکارته كښې د قونصلیټ كوم سب مشن نشته ' سفارتخانه كښې د ګريډ 21 يو افسر سفیر دے۔ده ووئيل د ګريډ 19 يو قونصلر' ګريډ 18 يو فرسټ سېکتر دے او دغسې ټول 12 كسان هلته كار كوي۔(ص ف/ض ض/ګ ل/وس/1543)