مېرمنې په معاشي توګه مضبوطول د حكومت وړومبۍ ترجيح ده ٬ وزیراعظم هڅه كوي چې زياتو نه زياتې مېرمنې كاروباري هلو ځلو كښې برخه واخلي ٬ تر كال 2020 لس لكه مېرمنې نړيوال تجارت سره د تړلو هدف دے ۔ د انجینئر خرم دستګیر خان شي ټرېډ سېمینار پرانستې دستورې ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 01 فروری2016ء) د تجارت وفاقي وزير انجینئر خرم دستګیر خان وئيلي مېرمنې په معاشي توګه مضبوطول د حكومت وړومبۍ ترجيح ده ٬ وزیراعظم هڅه كوي چې زياتې مېرمنې په كاروباري هلو ځلو كښې برخه واخلي ٬ تر كال 2020 لس لكه مېرمنې نړيوال تجارت سره د تړلو هدف دے۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د شي ټرېډ سېمينار پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔

د سېمينار اهتمام د تجارت وزارت او انټرنېشنل ټرېډ سنټر (آئي ټي سي) په ګډه وكړو۔ سېمينار ته خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل حكومت مېرمنو ته د كاروباري هلو ځلو يو ډول موقعي وركوي او په ټولو څانګو كښې د مېرمنو د شاملېدو ډاډګيرنه روانه ده۔ ده ووئيل معاشي هڅو كښې جنسي فرق ختمولو سره پرمختګ كېدې شي۔ ده ووئيل حکومت مېرمنې په كاروباري هلو ځلو كښې د شاملولو عزم لري او د وزیراعظم لخوا يوته لون سكيم كښې 50 فيصده برخه مېرمنو له بېلا كړې شوې۔په دې موقع نورو شخصياتو هم سېمينار ته وېنا وكړه۔