د اېم كيو اېم غړو د كے الېكټرك لخوا د زياتو بلونو لېږلو په ضد د قومي اسمبلې نه واك آؤټ وكړو

د اېم كيو اېم غړو د كے الېكټرك لخوا د زياتو بلونو لېږلو په ضد د قومي اسمبلې نه واك آؤټ وكړو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 01 فروری2016ء) د اېم كيو اېم غړو د كے الېكټرك لخوا د زياتو بلونو لېږلو په ضد د قومي اسمبلې نه واك آؤټ وكړو۔ د شورو په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د اېم كيو اېم غړي ساجد احمد ووئيل چې كے الېكټرك د كراچې د خلقو وينه څښي٬ د كراچې خلق ئې پرېشان كړي دي٬ د برېښنا د زياتو بلونو له امله خلق په ولوږه مجبور شوي دي۔ ده ووئيل چې د كراچې د خلقو نه د زياتو بلونو په مد كښې 62 اربه روپې ترلاسه كړې شوې دي۔ نېپرا په دې لړ كښې كوم كردار ادا نه كړې شو٬ بايد حكومت د دې نوټس واخلي۔ مونږ په دې احتجاج كوو او علامتي واك آؤټ كوو او دې سره د اېم كيو اېم غړو د ايوان نه واك آؤټ وكړو۔