د اوبو او برېښنا وزارت تر كال 2018 د بشپړكېدونكو بندونو تفصيلات وړاندې كړل

د اوبو او برېښنا وزارت تر كال 2018 د بشپړكېدونكو بندونو تفصيلات وړاندې كړل

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 01 فروری2016ء) د اوبو او برېښنا وزارت تر كال 2018 هېواد كښې د بشپړكېدونكو وړو بندونو تفصيلات قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړي۔د شورو پھ ورځ د پوښتنو دمې په مهال د طاهره بخاري د پوښتنې په ځواب كښې د اوبو او برېښنا وزارت پارلماني سېكتر جعفر اقبال ووئيل چې بلوچستان كښې د 4 اربه 64 كروړه 74 لكه روپو په مصرف د 100 تاخيري ايكشن بند جوړولو كار 76 فيصده بشپړ كړی شوې۔

خېبرپښتونخوا كښې د درې اربه 7 كروړه روپو په مصرف د 20 وړو بندونو د جوړولو كار پھ آخري پړانو كښې دې۔سندھ كښې د 12 ارب 21 كروړ روپو په مصرف د كم اوبو ذخيره كونكي بند٬د اوبو منع كولو پوشتې او د نور تعميري كار 35 برخه بشپړ شوې۔خېبرپښتونخوا كښې د صنم پولئ او كنډال بند جوړولو كار 45 فيصد بشپړ شوې۔د شادي خوړ بند د تعمير كار 98 فيصد ٬د طوئي وار باتو زئي سټورېج بند پروژې كار 60 فيصد او قلات كښې د وړوكي بند د تعمير كار 19 فيصد بشپړ شوې۔