وزيراعظم محمد نواز شريف او د فلسطين اولس مشر محمود عباس د فلسطينې سفارتخانې د نوې ودانې پرانسته وكړه

٬ د پرانستې په موقع د دواړو هېوادونو قومي ترانې وغږول شوې٬ وزيراعظم او فلسطيني اولس مشر د پاكستان او د فلسطين د بېرغونو د رنګ جوړ كړې شوې كېك پرې كړو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 31جنوری2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف او د فلسطين اولس مشر محمود عباس د نهې په ورځ د فلسطينې سفارتخانې د نوې ودانې پرانسته وكړه۔ په دې لړ كښې د فلسطين د سفارت په نوې ودانې كښې يوه دستوره وشوه چې پكښې د وزيراعظم محمد نواز شريف او د فلسطيني اولس مشر محمود عباس نه علاوه د فلسطين سفير او د سفارت نورو چارواكو ګډون وكړو۔

د يادونې وړ ده چې پاكستان په كال 1992م كښې فلسطين ته د سفارت زمكه عطيه كړې وه او دې پروژې لپاره ئې 10 لكه ډالر هم وركړي وو۔ د فلسطين اولس مشر محمود عباس په مرسته كولو د پاكستاني حكومت مننه وكړه او دا ئې د دوستې علامت وګرځوله۔ د پرانستې په موقع د دواړو هېوادونو قومي ترانې وغږول شوې٬ وزيراعظم او فلسطيني اولس مشر د پاكستان او د فلسطين د بېرغونو د رنګ جوړ كړې شوې كېك پرې كړو۔

د دې څخه وړاندې د فلسطين په سفارت كښې د اولس مشر محمود عباس تود هركلې وكړې شو۔ دواړو مشرانو د سفارت په ودانې د فلسطين بېرغ هسك كړو او د سفارت د تختې مخ كتنه ئې وكړه۔ وزيراعظم محمد نواز شريف او فسلطيني اولس مشر د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات وليكل۔ په دستوره كښې په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفرالحق او د سېفران وفاقي وزير لېفټېننټ جنرال ﴿ر﴾ عبدالقادر بلوچ هم موجود وو۔