چارسدہ٬ ناګمان سره نزدې بمي چاٶدنه كښې د درې اېف سي اهلكارو پشمول 9 كسان ټپيان٬ دوه شكمن ونيول شول

چارسدہ٬ ناګمان سره نزدې بمي چاٶدنه كښې د درې اېف سي اهلكارو پشمول 9 كسان ټپيان٬ دوه شكمن ونيول شول

پېښور (پاکستان نیوز پوائنٹ 31جنوری2016ء) په پېښور چارسدہ سړك ناګمان سره نزدې بمي چاٶدنه كښې د درې اېف سي اهلكارو پشمول 9 كسان ټپيان شوي۔ د ځائي پوليسو له مخې بم د سړك پغاړه په ځائ كړې شوې ٶ او د رېموټ كنټرول د لارې اېف سي ګادې په نښه كړې شوې۔ د اپرېشنز اېس اېس پي سجاد خان له مخې چاٶدنه كښې د اېف سي ګاډي سره سره د مسافرو ګاډي ته هم زيان رسېدلے چې پكښې د درې اېف سي اهلكار پشمول 9 كسان ژوبل شوي كوم چې د پېښور لېډي ريډنګ روغتون ته رسولې شوې دي۔ ده ووئيل چې د چاٶدنې څخه سمدستي ورستو سيمه كښې د لټون عمليات پېل كړې شو او په دې موقع دوه شكمن كسان نيولي شوي دي ۔ د اېس اېس پي سجاد خان وېنا له مخې په چاٶدنه كښې 5 كلو ګرامه بارودي مواد كارولي شوي۔(ص ف/وا/ګ ل/1649)