چين به په رشكئ انډسټريل سټېټ كښې سرمايه كاري كوي۔ پروېز خټك

چين به په رشكئ انډسټريل سټېټ كښې سرمايه كاري كوي۔ پروېز خټك

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 28جنوری2016ء) د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰي پروېز خټك وئيلي دي چې چين به په رشكئ انډسټريل سټېټ كښې سرمايه كاري كوي۔ د راډيو پاكستان له مخې په نوښار كښې اولسي غونډې ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې پاكستان او چين د اقتصادي لارې له مخې د صوبې په بېلا بېلو سيمو كښې پروژې روانې دي چې پكښې نوښار٬ چارسده او پېښور د سېلاب نه مخفوظ كولو لپاره د كابل درياب پخول هم شامل دي۔ په دې پروژه به دري اربه روپې لګښت راځي۔ ده ووئيل چې د چين يوې كمپنې مردان سره نزده په رشكئ انډسټريل سټېټ كښې په سرمايه كارې كولو كښې خوښي څرګنده كړې۔ ﴿م ع/ م ع 1720﴾