پاكستان د ازبكستان باوري شراكتدار دے٬ دواړه هېوادونه ښې تجارتي٬ اقتصادي او كلتوري اړيكې لري٬ سوله ايز افغانستان د ازبكستان او پاكستان پشمول د منطقې به ګټه دے۔ په پاكستان كښې د ازبكستان سفير فرقت صديقوف دستورې ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 28جنوری2016ء) په پاكستان كښې د ازبكستان سفير فرقت صديقوف وئيلي دي چې پاكستان د ازبكستان باوري شراكتدار دے٬ دواړه هېوادونه ښې تجارتي٬ اقتصادي او كلتوري اړيكې لري٬ سوله ايز افغانستان د ازبكستان او پاكستان پشمول د منطقې به ګټه دے۔ ده دا خبرې د ازبكستان د وړومبي اولس مشر اسلام كريموف د زېږېدنې ورځې په لړ كښې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔

ازبك سفير ووئيل چې د ده هېواد پاكستان ډېر مهم تجارتي او باوري شراكتدار ګڼي۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې مرسته مخ په زياتېدو ده۔ ده ووئيل چې پاكستان د اسلامي امت يو مهم هېواد دے او ازبكستان د مېنځې اسيا پشمول په ټوله منطقه كښې امن غواړي۔ ده ووئيل چې مونږ په افغانستان كښې امن غواړو۔ ده ووئيل چې د اسلام كريموف د مشرې په نتيجه كښې ازبكستان د مېنځنې اسيا مهم اقتصادي او تجارتي مركز جوړ شوے۔ ده ووئيل چې د پاكستان سرمايه كار په ازبكستان كښې د موقعو څخه استفاده كولې شي۔ ﴿م ع/ م ع 1720﴾