په شكر ګړھ كښې ظالم پلار خپلې دوه لوڼه ژوندې دفن كړې

په شكر ګړھ كښې ظالم پلار خپلې دوه لوڼه ژوندې دفن كړې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 28جنوری2016ء) په شكر ګړھ كښې ظالم پلار خپلې دوه لوڼه ژوندې دفن كړې۔ د شخصي ټي وي راپور له مخې د شكر ګړھ د سټي تاڼې په سيمه كښې يو تن د غربت له امله خپلې دوه لوڼه ژوندې دفن كړې۔ د خبر اورېدو سره د كور نورو كسانو ماشومانې د قبر نه د رايستلو هڅه وكړه خو هغه وخت 7 كلنه مريم په حق رسېدلې وه او يوولس كلنه زېنب ژوندې بچ كړې شوه د كومې حالت چې اندېښمن ښودلې شوې او روغتون ته رسول شوې ده۔ پوليسو د تورن نيولو لپاره كارروائې پېل كړې۔ ﴿م ع/ م ع 1208﴾