په منطقه كښې دائمي امن لپاره د كشمير د پخوانې مسئلې حل ضروري دے۔ د آزاد كشمير وزيراعظم

په  منطقه كښې دائمي امن لپاره د كشمير د پخوانې مسئلې حل ضروري دے۔ د آزاد كشمير وزيراعظم

لندن (پاکستان نیوز پوائنٹ 28جنوری2016ء) د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر خان وئيلي دي چې په منطقه كښې دائمي امن لپاره د كشمير د پخوانې مسئلې حل ضروري دے۔ د راډيو پاكستان له مخې په لندن كښې د پاكستان په هائي كميسون كښې د تورې ورځې په لړ كښې جوړې شوې دستورې ته د وېنا كولو په مهال د آزاد كشمير اولس مشر ووئيل چې د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو په كاركردګې يوه سواليه نښه ده او دې مسئلې په سمدستي توګه د نړيوالې ټولنې د پام ضرورت دے۔

ده ووئيل چې هند په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه بدتره سرغړونې كوي٬ِ هندي ځواكونو د سلګونو په شمېر كشمريان شهيدان او د زرګونو په شمېر ژوبل كړل او دغسې بې شمېره ئې د سترګو نه محروم كړل۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې پاكستان د كشمير مسئله په نړيواله كچه په ډاګه كولو كښې مهم كردار ترسره كړے۔ ﴿م ع/ م ع 1208﴾