پاكستان د برتانيې نوې حكومت سره رابطو ته وده او دوه اړخيزه مرستې مستحكمول غواړي ۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير د برتانيې هائي كمشنر سره خبرې

پاكستان د برتانيې نوې حكومت سره رابطو ته وده او دوه اړخيزه مرستې مستحكمول غواړي ۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير د برتانيې هائي كمشنر سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز۔28 جولائی۔2016) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئېلي دي پاكستان د برتانيې نوې حكومت سره رابطو ته وده او دوه اړخيزه مرستې مستحكمول غواړي۔ده دا خبره د زيارت پھ ورځ د برتانيې هائي كمشنر تهامس ډريو سره ملاقات پھ مهال كړې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان ووئيل د پاكستان او برتانيه به سياسي٬معاشي٬ستراتېژېكي او امنيتي څانګو كښې ګڼ اړخيزه اړيكې لري۔

ده پھ دې خبره زور راوړو چې شريكو روابطو او د مرستې ودې سره به اوسنې اړيكې لا قوي شي۔داخله وزير ووئيل وزيراعظم ډيوډ كيمرون په دور كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه سيمه ايزو او په نړيوالو چارو همكاري روانه وه ٬مونږ وايو چې ډيوډ كيمرون پخپل حكومت كښې د پاكستان ملګرې او ښه پارټنر وو۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه پھ هره كچه پھ خاص توګه د وزيرانو په كچه زيات روابط او مستحكمې اړيكې به د پا كستان او برتانيې شريكو اړيكو او مرستې ته وده وركړي۔(ض ض/وس/ګ ل/2128)