د خزانې وزير د ټي وي اېنكرې نسيم زهره د مور په مړينه خواشيني وښودله

د خزانې وزير د ټي وي اېنكرې نسيم زهره د مور په مړينه خواشيني وښودله

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز۔28 جولائی۔2016) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د ټي وي اېنكرې نسيم زهره د مور په مړينه خواشيني ښودلې ده ۔د زيارت په ورځ وفاقي وزير د نسيم زهره كور ته لاړ او ھغې سره ئې د مور په مړينه غمرازي ښكاره كړه ۔وفاقي وزير په دې موقع دعا وكړه چې لوې څښتن دې ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔(ض ض/وس/ګ ل/2128)