پبلك اكاؤنټس كمېټۍ كښې د سناتورانو د شموليت معامله په كاميابۍ بشپړه شوې۔د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سېنېټ كښې د خيالاتو څرګندونه

پبلك اكاؤنټس كمېټۍ كښې د سناتورانو د شموليت معامله په كاميابۍ بشپړه شوې۔د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سېنېټ كښې د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز۔28 جولائی۔2016) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي پبلك اكاؤنټس كمېټۍ كښې د سناتورانو د شموليت معامله په كاميابۍ بشپړه شوې ده ۔په دې لړ كښې زياتې هڅې شوي۔د زيارت پھ ورځ په سېنېټ كښې د پبلك اكاؤنټس پھ كمېتۍ كښې د سناتورانو نامزدګۍ لپاره په قواعدو كښې د بدلون تحريك منظورۍ پھ موقع د خزانې وزير ووئيل دا يو سخت كار وو كوم چې ما ته سپارلې شوې وو۔

د الېكشن كميسون د غړيو غوره كېدو په حقله څو اونۍ د وزيراعظم په غېر موجودګۍ كښې ما ټول مصروفيات تر سره كري۔ ده ووئېل د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ معامله مشكل وه څوك هم پھ دې لړ كښې خبرې اورېدو له چمتو نه وو۔د قامي اسمبلۍ سپيكر٬د مخالفې ډلې مشر٬د پارلماني لارښودو سره پھ دې لړ كښې رابطه شوې۔ ده ووئېل د وزيراعظم هېواد ته راستنېدو نه پس ما له دوه اونۍ راكړی شوې وې د وخت نه وړاندې په دې لړ كښې كاميابي ترلاسه شوې۔

ده ووئېل د حكومت د اړخه نن بيان وركوم چې د دواړو ايوانونو رولز دې بدل كړې شي او 6 سناتوران دې كمېټۍ كښې شامل كړې شي۔ټولو صوبو ته به په دې كښې نمائندګي تر لاسه وي۔ ۔ ده ووئېل ډراپ رولز هم تيار دے۔د اګست وړومبۍ نېټې څخه پیل كېدونكې غونډه كښې به قامي اسمبلۍ كښې نوې رولز معرفي كولې شي۔(ص ف/ض ض/وس/2038)