د وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د اقتصادي رابطه كمېټۍ جوړی شوې خاص كمېتۍ غونډه٬پي آئي اے كښې د ډهانچه جاتي اصلاحاتو جاج واخستلې شو

د وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د اقتصادي رابطه كمېټۍ جوړی شوې خاص كمېتۍ غونډه٬پي آئي اے كښې د ډهانچه جاتي اصلاحاتو جاج واخستلې شو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 27جنوری2016ء) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چې د قامي فضائي كمپنۍ پي آئي اے آمدن زياتولو ٬ خرڅونو كمولو او په پرمختګ مشتمل تګلارې جوړولو ته اړتيا ده۔ده د جمعې پھ ورځ د اقتصادي رابطه كمېټۍ لخوا جوړی شوې خاص كمېتۍ غونډې مشري كوله۔چې پكښې پي آئي اے كښې د ډهانچه جاتي اصلاحاتو جاج واخستلې شو دغسې چې دا يوه ګټوره اداره جوړه كړی شي۔

په غونډه كښې د نجكارۍ دوهم وزير محمد زبير٬د وزيراعظم د ريونيو خاص مرستيال هارون اختر او د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن ډاكټر مفتاح اسماعيل او سول ايوي اېشن اتهارټي چارواكو ګډون وكړو۔په دې موقع كمېتۍ ته بريفنګ وركړی شو۔احسن اقبال ووئيل د انتظاميې لپاره اداره ښه كولو له دا مهم وخت دے۔ده ووئيل حكومت د پي آئي اے ښه كولو له لوظي دې۔وفاقي وزير سپارښتنه وكړه چې د پي آئي اے لپاره دې نوې كاروباري منصوبه جوړه كړی شي۔۔(ص ف/وس/2150)