د قامي سلامتيا سلاحكار لېفټيننټ جنرال(ر)ناصر خان جنجوعه سره د ايران پارلماني پلاوي وليدل

د قامي سلامتيا سلاحكار لېفټيننټ جنرال(ر)ناصر خان جنجوعه سره د ايران پارلماني پلاوي وليدل

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 27جنوری2016ء) د قامي سلامتيا سلاحكار لېفټيننټ جنرال(ر)ناصر خان جنجوعه سره د ايران پارلماني پلاوي د ايران د قامي سلامتيا او خارجه پالېسۍ كمېشن چيئرمېن علاؤ الدين بورو جردي په مشرۍ كښې وليدل۔په دې موقع د شريك تجارت ودې ٬ د سيمې د سلامتيا په صورتحال او په نړيوالو مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د قامي سلامتيا سلاحكار ووئيل چې د ايران او پاكستان شريكې اړيكې مهمې دي او پاكستان ايران خپل نزدې ملګرې ګڼي٬ده ووئيل د دواړه هېوادونه شريك كلتور٬مذهب او تاريخ لري۔

ده ووئيل بايد پاكستان او ايران شريكو ګټو استحكام له په ګډه كار وكړي۔د ايران پلاوي مشر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښې د پلاوي تګ راتګ او شراكتدارۍ ته اړتيا ده۔ده ووئيل بايد دواړه هېوادونه شريكې مرستې له په ګډه كار وكړي۔۔(ص ف/وس/2150)