پاكستان رېلوېز امريكې څخه 55 رېل انجڼې اخلي٬ 2008 نه تراوسه رېلويز 63 انجڼې دبهرنيو هېوادونو څخه اخستې٬د رېلويز پھ 440 انجڼو كښې 172 ناكاره دي۔د رېلوےوفاقي وزير خواجه سعد رفيق سېنېټ كښې د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔28 جولائی۔2016) )د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئېلي دي پاكستان رېلوېز امريكې څخه 55 د رېل انجڼې اخلي٬ 2008 نه تراوسه رېلويز 63 انجڼې د بهرنيو هېوادونو څخه اخستې٬د رېلويز پھ 440 انجڼو كښې 172 خرابې دي۔د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې پوښتنو دمې پھ مهال د سناتور عتيق شېخ د پوښټنې په ځواب د رېلوے وفاقي وزير ووئيل د پاكستان رېلوېز 86 فيصده پلونه 100 كاله څخه زيات پخواني دي٬د هغې ښه كولو كار روان دے۔

د رېلويز پولونه د حفاظتي معيار ترمخه دي۔ ده ووئېل د پاكستان رېلوېز د بندو انجڼو مرمت پیل كړی شوې ۔د سناتور احمد حسن د پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پاكستان رېلويز د مسابقتي بوليئ تګلارې بشپړیدو نه پس امريكې څخه 55 انجڼې اخلي او دې مقصد له امريكې سره په 20 جون 2015 د 2 لكه 13 زره 689 ملينه روپو ماليت لوظ نامه شوې۔دا انجڼې به جنوري 2017 نه تر جولائي 2017 رېلويز ته وسپارلې شي۔(ص ف/ض ض/وس/2038)