پاكستان زر تر زره د سارك مشرانو 19م كنفرنس له لوظي دې٬هند سارك پراسيس كښې خنډان رامخې ته كړي او د سارك چارټر خلاف ورزي ئې كړې۔خارجه سلاحكار سرتاج عزيز د سارك موده ترسره كونكي عمومي سېكتر ارجون بهادر تهاپا سره ملاقات كښې خبرې

پاكستان زر تر زره د سارك مشرانو 19م كنفرنس له لوظي دې٬هند سارك پراسيس كښې خنډان رامخې ته كړي او د سارك چارټر خلاف ورزي ئې كړې۔خارجه سلاحكار سرتاج عزيز د سارك موده ترسره كونكي عمومي سېكتر ارجون بهادر تهاپا سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 27جنوری2016ء) د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز وئېلي دي چې پاكستان زر تر زره د سارك مشرانو19م كنفرنس له لوظي دې٬هند سارك پراسيس كښې خنډان رامخې ته كړي او د سارك چارټر خلاف ورزي ئې كړې چې له امله ئې كنفرنس ځنډولې شوې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې پھ ورځ د سارك موده ترسره كونكي عمومي سېكتر ارجون بهادر تهاپا سره ملاقات كښې په خبرو كښې كړې۔

د سارك عمومي سېكتر د خارجه سلاحكار سره د مخه ښې ملاقات په غرض د پاكستان په دوره دے۔د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه سلاحكار د سارك له مخې سوئېلي آسيا اولس خېرښېګړی٬د دوي د ژوند معيار ښه كول٬د اقتصادي او سماجي او پرمختګ او كلتور مرستې لپاره سيمه ايز مرستې د لوظ پخلې كړی۔خارجه سلاحكار ووئيل چې د ځينو خنډانو او چېلنجونو له امله سارك په وژن عملدرآمد كښې ناكامه شوې د كوم بنياد چې د تنظيم مشرانو غړو اېښودلې وو۔

ده ووئيل زه هيله لرم چې د سارك سېكرټرېټ ټول غړي هېوادونه يوځاې كولو او په پروګرام عملدرآمد كښې موثره كردار ترسره كولې شي۔سرتاج عزيز ووئيل چې پاكستان زر تر زره د سارك مشرانو 19م كنفرنس كولو كښې خوښي لري٬كوم چې تېر كال نومبر مياشت كښې د هندي خنډانو له امله ځنډولې شوي۔ده ووئيل چې هند د سارك چارټر خلاف ورزي كړې۔د سارك عمومي سېكتر تنظيم ته په رامخې ته شوي چېلنجونو قابو موندلو په حاجت زور راوړی او هيله يې څرګنده كړې چې 19م سارك مشرانو كنفرنس به ډېر زر اسلام آباد كښې وشي۔

د دې څخه وړاندې ارجون بهادر ټهاپا د خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري سره هم ملاقات وكړو۔خارجه سېكتر سارك كښې د ده كردار وستائېلو۔د اسياﺀ پيسفك دوهم سېكتر سيد ذوالفقار ګرديزي خارجه وزارت چارو لخوا د عمومي سېكتر په درناوي كښې د ماسپخښين مېلمستيا هم وركړه چې پكښې د سارك ټاكلې شوي عمومي سېكتر امجد حسېن بي سيال هم ګډون كولو۔ارجون بهادر تهاپا د فرورۍ په 28مه نېټھ خپله موده پوره كړي او د دې څخه وروستو به د خارجه چارو وزارت پخوانې سپېشل سېكتر امجد حسېن بي سيال سارك عمومي سېكتر چارج سنبهال كړي۔)ص ف/وس/2038)