په سياست كښې د انتهاخوښې پېل كولو ذمه وار پاكستان تحريك انصاف ګوند دے۔ بېرسټر محسن شاه نواز رانجھا

په سياست كښې د انتهاخوښې پېل كولو ذمه وار پاكستان تحريك انصاف ګوند دے۔ بېرسټر محسن شاه نواز رانجھا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 27جنوری2016ء) د اطلاعاتو او خپرونو پارلماني سېكتر ۔ بېرسټر محسن شاه نواز رانجھا وئيلي دي چې په سياست كښې د انتهاخوښې پېل كولو ذمه وار پاكستان تحريك انصاف ګوند دے٬ پانامه كېس په عدالت كښې تر اورېدنه لاندې دے٬ په دې موقع د وزيراعظم په ضد د استحقاق تحريك نه شي وړاندې كېدے۔ د جمعې په ورځ د پارلمان په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې په پارلمان كښې د هنګامې غندنه كوو۔

كنځلې كول او غلطه ژبه كارول افسوس ناكه خبره ده۔ ده ووئيل چې په ايوان كښې ټول غړي تعليم لرونكي دي٬ كه د اپوزيشن لخوا غړي خبرې وكړي نو د حكومت لخوا هم ځواب وركول كېږي۔ ده ووئيل چې بايد قومي اسمبلۍ غړي د اخلاقو په ضابطه عمل وكړي او د غېر پارلماني ژبې كارولو نه ډډه وكړي۔﴿م ع/ ګ ل 1922﴾